د پاكستان وژن 2025 پروګرام هدفونو كښې صنفي مساوات او د مېرمنو پرمختګ شامل دے

نیویارک ۔ 16 مارچ (اے پی پی) پاکستان ملګرو ملتونو ته وئيلي د پاكستان وژن 2025 پروګرام په هدفونو كښې صنفي مساوات او د مېرمنو پرمختګ شامل دے۔ حكومت د پاكستاني مېرمنو د ژوند ناوړه حالت پياوړې كولو عزم لري۔ مېرمنو لپاره د قامي كمېشن مشرې خاور ممتاز ددې خيالاتو څرګندونه ملګرو ملتونو كښې د سټېټس آف وېمن 61 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ خاور ممتاز كومه چې دې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشره ده خپل خطاب كښې ووئيل د پاكستان آئين د كوم تعصب او پرخ نه غېر ټولو وګړو ته يو ډول حق وركوي۔ او د مېرمنو د ژوند په ټولو څانګو كښې د يو ډول ګډون كولو عكاس دے۔ دې ووئيل زمونږ مېرمنو ته چې كله هم موقع وركړې شوې د سپيكرې ٬ سفيرې ٬ وزيراعظمې او وفاقي سېكترې په حېث ئې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي دي۔ دې غونډه كښې ګډون كوؤنكو پلاويو ته ووئيل د پاكستان پارلمان كښې مېرمنو ته 20 فيصد او بلدياتي حكومتونو كښې 33 فيصد نمائندګي ترلاسه ده۔ دې ووئيل دې سره سره په ټاكنو كښی د مېرمنو ټرن آؤټ زياتولو له د پاكستان الېكشن كمېشن سره خبره روانه ده۔ مونږ د مېرمنو خېر ښېګړې او پرمختګ له بلها كارونه كړي او لا نور ډېر كول دي د كومو د كولو چې مونږ عزم لرو۔ دې ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف د یوت بزنس لون 50 فیصد کوټې حقدارې مېرمنې دي۔ دې ووئيل مېرمنو ته قرضه وركولو له 50 ادارې كار كوي۔ دې ووئيل د مېرمنو سماجي تحفظ دائره پراخا كړې شوې او ددې يو مثال د بېنظير انكم سپورټ پروګرام دے۔ د دې پروګرام ترمخه هره مياشت 50 لكهه مېرمنو ته 40 اربه روپۍ وركولې شي۔ دې د مېرمنو په ضد د غېرت په نامه وژنه ٬ تېزاب شيندل ٬ بې حرمتي او كورني تشدد په ډول د جرمونو حواله وركولو سره ووئيل په دې سماجي جرمونو قابو موندلو له قانون سازي كيږي۔ دې هيله ولرله چې نړيواله ورورولي به د مېرمنو په حقله د پاكستان دې هڅو او ګامونو ته كتلو سره پاكستان د كونسل غړے وټاكي۔