د وزيراعظم محمد نواز شريف كه حكومت وي يا نه د ټولو صوبو اولس سره يې خپله رابطه په ځاې ساتلې۔ډاكټر آصف كرماني

اسلام آباد 28 مارچ (اے پی پی)سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي د دا خبره پھ رېكارډ پرته ده چې كه د وزيراعظم محمد نواز شريف حكومت وي يا نه د ټولو صوبو اولس سره يې خپله رابطه په ځاې ساتلې۔د 2013 په ټول ټاكنو كښې چې چا ته هم اولسي مېنډېټ ترلاسه شوې وزيراعظم يې احترام كړی او دوې ته يې د حكومت جوړولو موقع هم وركړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د پي ټي وي يو پروګرام(نشاندهي) كښې وكړه۔ده ووئيل محمد نواز شريف د ټول پاكستان وزيراعظم دے څوك چې د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له هڅې كوي۔ده ووئيل وزيراعظم ټولو صوبو ته په يوه سترګه ګوري او د اولس مسئلو لرې كولو له هڅې كوي۔ده ووئيل د اولسي مسئلو حل په لړ كښې وزيراعظم اوس اوس سندھ ته تللې ؤ چرته چې ده ته تود هركلے اووئېلې شو۔په دې مهال يو كنونشن وكړی شو پھ كوم كښې چې د دغې ځاې خلقو د پيپلز ګوند صوبائي حكومتونو په ضد ګيلې ولرلې۔