د كشمير مسئلې په اړه د چين دريځ بدل شوے نه دے۔ د كشمير شخړه به د دواړو اړخونو ترمينځھ د خبرو او مشاورت د لارې حل كول وي۔ د چين خارجه وزارت وياند

اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) چین يو وارې بيا وئيلي چې د كشمير مسئلې په اړه د چين په دريځ كښې هېڅ بدلون راغلې نه دې۔ د كشمير شخړه به د دواړو اړخونو ترمينځھ د خبرو او مشاورت د لارې حل كول وي۔ تېره ورځ بيجنګ كښې د چين خارجه وزارت وياند هوا چن ينګ يو پرېس بريفېنګ كښې ووئيل چې د كشمير مسئلې په اړه د چين دريځ ښكاره دے او دا به د داړو اړخونو د خبرو او مشاورت د لارې حل كول وي۔ ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) اقتصادي راهدارۍ سره د كشمير مسئلې په اړه د چين په دريځ كښې بدلون راغلے نه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د چين او پاكستان ترمينځھ دفاع ٬ صنعت او د تجارت په څانګو كښې د معمول ترمخه مرسته روانه ده۔ په سوئيلي كوريا كښې د تھاډ توغندي نصب كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چين ددې پرله پسې او ښكاره مخالفت كړے۔ او ددې د ناوړه نتيجو په اړه ئې خبردارې وركړې۔