د غیرملکی لوبغاړو پاکستان ته راوستلو لوظ مو ترسره كړو۔ نجم سیټھی

لاهور 05 مارچ(اے پی پی ) د کوئټه ګلیډی ایټرز او پېښور زلمی په قذافی سټيډ ېم لاهور كښې د فائنل په مهال د پی اېس ایل چیئرمېن نجم سیټھی په قذافی سټيډېم كښې د شويو انتظامات پرله پسې جاج واخست۔ په دې مهال ده ووئيل د پی اېس ایل فائنل په کامیابۍ به سږ كال د كركټ يوه نړيواله ډله د پاکستان دورہ وكړي۔ ده ووئيل سري لنكا او بنګله دېش له بلنه وكړې شوي ٬ ده ووئيل د پي اېس ايل د انتظاماتو څخه مطمئين يم ٬د غیرملکی لوبغاړو پاکستان ته راوستلو لوظ مو ترسره كړو۔