د غوره پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كښې د ځائي حكومتونو د نمائندګانو كردار ډېر مهم دے۔

اسلام آباد ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د غوره پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كښې د ځائي حكومتونو د نمائندګانو كردار ډېر مهم دے۔ موجوده حكومت تر 2025 ء پاكستان د نړۍ 25 م لوئے معيشت او ایشیئن ټائیګر جوړولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د غوره پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو په اړه د ځائي حكومتونو كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 17 مه پېړۍ كښې اروپا او لوئيديز كښې انقلاب راغلو و د كركيلې روايتي ځائې مشينونو ونيولو۔ په 21 مه پېړۍ كښې د صنعتي پرمختګ ټولې پخوانۍ فارمولې ختمې شوې۔ د كركيلې او مشين ځائې ډيجيټل ټېكنالوجۍ ونيولو۔ ده ووئيل چې علم نه محروم قامونه وروستو او جدت خپلوونكي قامونه مخ په وړاندې روان دي۔ ده ووئيل چې د ځائي حكومتونو نمائندګان د صوبائي او قامي اسمبلۍ نمائندګانو په مقابله كښې اولس ته زيات نزدې وي۔ ده ووئيل چې موجوده حكومت راتلو سره وژن 2025ء تیار كړې۔ ده ووئيل امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره د پالېسيو تسلسل ته اړتيا د