د سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې غونډه٬ د اېف ډبليو او معاملاتو جاج واخستلې شو

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د فرنټيئر وركس آرګنائزېشن(اېف ډبليو او)معاملاتو جاج اخستلو له غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل محمد افضال د خزانې وفاقي وزير ته د اېف ډبليو او روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده د خزانې وفاقي وزير د اېف ډبليو او مالياتي چارو په اړه خبر كړو۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير د اېف ډبليو او كاركردګي ستائېلو سره ووئيل چې اېف ډبليو او په بهرني هېوادونو كښې د خپلې پروژې د كامياب تكميل د لارې مثبت كردار ادا كوي۔ده اېف ډبليو او ته د خپلو پروژو كاميابۍ تكميل لپاره فنانس ډويژن٬اقتصادي چارو ډويژن او ريونيو ډويژن لخوا بشپړې مرستې باور وركړو۔د خزانې وزارت او اېف ډبليو او چارواكي هم په دې موقع موجود وو