د سري لنکا او بنګله دېش ترمېنځه دوېم ون ډے مېچ (نن) كېږي

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د سري لنکا او بنګله دېش كركټ لوبډلو ترمېنځه دوېم ون ډے مېچ (نن) د نهې په ورځ په رنګېري دمبولا انټرنېشنل سټېډيم كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د درې مېچونو په سېريز كښې د نشت په مقابله كښې د يو مېچ بريا ترلاسه ده۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به آخري او درېمه ون ډے د اپرېل په وړومبنۍ نيټه كولمبو كښې كېږي