د ای سی او غړي هېوادونه سيمه د امن او سوكالۍ مركز جوړولو له لوظي دي

APP03-01 ISLAMABAD: March 01 – Prime Minister Mohammad Nawaz Sharif along with Secretary General ECO briefs the media persons after attending the 13th ECO Summit titled Connectivity for Regional Prosperity attended by head of states of Iran, Turkey, Kazakhstan, Kyrgyzstan, Republic of Azerbaijan, Tajikistan, Uzbekistan and Turkmenistan at a local hotel. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ای سی او غړي هېوادونه سيمه د امن او سوكالۍ مركز جوړولو له لوظي دي، مونږ پھ اجتماعی توګه د نيم ارب څخه زياتې آبادۍ سيمه كښې سوكالۍ له په ګډه د كار كولو لوظ كړے، ختيز او لويديز ترمينځه رابطو له د سيمې جغرافیائی اهمیت ته اړتيا ده۔ ده د شورو په ورځ د اقتصادی مرستې تنظیم عمومي سيكتر حلیل ابراهیم اککا سره د ای سی او د مشرانو غونډې په اختتام شريك خبري کنفرنس ته خطاب کولو۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل د اقتصادی مرستي تنظیم غړو هېوادونو امناكه سيمې له د انتهاء خوښۍ ، ترهه ګرۍ او نشه ائي توكو د قاچاق مخنيوي په ضد د اجتماعی هڅو هم عزم کړے۔ محمد نواز شریف ووئيل دا سيمه تل د كلتورونو او تصوراتو تبادلو له يوه لاره وه۔ ده ووئيل د مشرانو غونډه كښې شريك لارښودو د ای سی او ګورننګ باډیز ته سپارښتنه كړي چې د مشرانو غونډي په سرخط ’’ د سيمې سوكالۍ له رابطه‘‘ تر نظر ساتلو سره ګڼ اړخيزه رابطو له وده وركړي۔ ده ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم د غړو هېوادونو دا اجتماعی سیاسی بصیرت دے چې هغوي د اسلام آباد اعلامیې اتفاق رائے سره منظوري وركړي۔ ده ووئيل دا اعلامیه به د غړو هېوادونو ترميينځه اقتصادی لوازمات په بشپړه توګه استعمال كښې د راوستلو اهمیت څرګند كړي او دغسې د دې تاریخی او كلتوري رشتو او سيمه ايز سالمیت له د عزم پخلې كوي۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل ختيز او لويديز ترمينځه رابطو له د سيمې جغرافیائی اهمیت ته اړتيا ده