حضرت محمدۖ د ټول انسانيت محسن ٶ٬ د حضور پاك ۖ په شان كښې هر قسمه ګستاخي د بخښلو وړ نه ده

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حضرت محمدۖ د ټول انسانيت محسن ٶ٬ د حضور پاك ۖ په شان كښې هر قسمه ګستاخي د بخښلو وړ نه ده٬ په دې لړ كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي٬ داخله وزير دې په سمدستي توګه د ګستاخانه موادو بندولو په اړه ټول ضروري ګامونه پورته كړي او ذمه وارې دې زر تر زره خپل انجام ته ورسولې شي٬ ټولې اړوندې ادارې دې د دغسې موادو خپروٶنكو درك ولګوي او هغوي له د قانون له مخې سخته سزا وركولو لپاره دې فعاله شي٬ په دې لړ كښې د ګامونو پورته كولو نه دې هره ورځ زه خبر وساتلې شم۔ د نهې په ورځ وزیراعظم دفتر پرېس ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزیراعظم وئېلې دي دا حقيقت هېرول نه دې پكار چې حضرت محمدۖ د ټول انسانيت محسن ٶ٬ د ناموس رسالتۖ په اړه د مسلمانانو د سخت حساسيت احترام پكار دے۔ وزیراعظم ووئيل په سوشل ميډيا ګستاخانه مواد د اسلامي نړۍ جذباتو سره د لوبو ناپاكه هڅه ده ۔ ده ووئيل دا مواد دې لرې كړې شي او مخنيوي له دې په سمدستي توګه كوټلې كامونه پورته كړئ شي۔ده ووئيل ټولې اړوندې ادارې د دغسې موادو خپروٶنكو درك دې ولګوي او هغوي له د قانون له مخې سخته سزا وركولو لپاره دې فعالې شي۔ دا خبره دې هم باوري كړې شي چې د ناموس رسالت ۖ قانون ذاتي مقاصدو لپاره د كاروٶنكو دې هم سخته محسابه وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د سوشل ميډيا نړيوالو ادارو سره دې هم تماس ونيولې شي دغسې چې د ګستاكانه موادو بندولو له ټولې ممكنه هڅې وكړې شي او په دې لړ كښې دې خارجه دفتر هم موثره كردار ولوبوي۔ وزیراعظم ووئيل دا معامله په عدالت كښې روانه ده او په دې لړ كښې دې د عدالتي لارښوونې له مخې ټول ضروري ګامونه پورته كړې شي۔ وزیراعظم داخله وزير چوهدري نثارعلي خان ته امر وكړو چې په سمدستي توګه د ګستاخانه موادو بندولو په اړه ټول ضروري اقدامات وكړئ او ذمه وار د كوم تاخير نه غېر خپل انجام ته ورسوئ او د دې ناوړه اقدام په بشپړه توګه مخ نيوې وكړئ۔ وزیراعظم ووئيل په دې لړ كښې ما هره ورځ د اقداماتو نه خبر وساتئ۔