ترکیه سره په شريكو رابطو نظر ثانی كولو ته اړتيا ده ۔ آسټریا

ویانا 05 مارچ (اے پی پی) د آسټریا چانسلر کرسټیان کیرن غوښتنه كړې چې اردوآن لپاره ریفرنډم له دې په ټول اروپا كښې په كيدونكو جلسو بنديز ولګولې شي۔ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل په دې لړ كښې اروپا له يو شريك طرز عمل خپلولو ته اړتيا ده او هم دغه د دې مسئلې مناسب حل دے۔ده ووئيل داسې كوم هم هېواد په فشار كښې نه شي راتللې۔ د آسټریا چانسلر دا غوښتنه هم وكړه چې د تركيه سره دې د اروپائي ائتلاف رکنیت په اړه خبرې اترې په سمدستي توګه بند كړې شي او هغوي سره دې په اړيكو نظر ثانی وكړې شي