بلوچ نېشنلسټ كمانډر د خپلو 20 ملګرو سره د رېنجرز په وړاندې وسله وغورځوله

پنډۍ ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د پاك پوځ لخوا روان عملياتو رد الفساد په مهال بلوچ نېشنلسټ كمانډر د خپلو 20 ملګرو سره د رېنجرز په وړاندې وسله غورځولې ده ۔ د آئي اېس پي آر ترمخه وسله غورځوونكو كسانو ووئيل مونږ ته براہمداغ بګټي د لارې د هند خفيه ايجنسۍ را لخوا فنډنګ كېدو۔ دوئي ووئيل په لرې پرتو سيمو كښې د پاتې كېدو په سوب تر يوې مودې مونږ د دې نه خبر نه وو۔ وسله غورحونكو د تېرو جرمونو او كړو زيانونو معافي وغوښته او باور ئې وركړو چې دوئي به سباؤن كښې د معمول ترمخه ژوند كوي او د هېواد استحكام له به مثبت كردار ترسره كوي۔ د پنجاب رېنجرز ډي جي مېجر جنرال اظهر نويد حيان په روان آپرېشن كښې د رېنجرز او قانون نافذ كوؤنكو نورو ادارو د هڅو ستائنه وكړه