بلوچستان كښې امن له د بلوچستان فرنټېئرکور مثالي كردار ترسره كړې

APP46-25 LORALAI: March 25 - Federal Minister for Interior Chaudhry Nisar Ali Khan is addressing at ceremony of 60th Passing Out Parade of FC. APP photo by Mohsin Naseer

لورالائی 25مارچ(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د اقتصادی راهدارۍ پروژې سره به نه يواځې بلوچستان بلکه پاکستان د پرمختګ پلو روان شي، د سی پیك ناکامۍ له دښمن قوتونه بيل سازشونو كښې بوښت دي ، وسله والو ځواكونو دغه سازشونه شنډولو له چمتو دي، بلوچستان كښې امن له د بلوچستان فرنټېئرکور مثالي كردار ترسره كړې، د بلوچستان په اېف سی كښې نوي شامل شوي ځوانانو په اوږو د صوبې د پرمختګ د مخالف ترهه ګرو ختمولو لويه ذمه واری ده۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ لورالائی كښې د بلوچستان فرنټېئرکور 60م پاسنګ آؤټ پریډ دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړو۔ دستوره كښې صوبائی وزيران ډاکټر حامد خان اچکزئی،میرسرفراز بګټی ،عبید اللہ بابت ،رحمت صالح بلو چ،در محمدناصر ، د بلوچستان د اېف سی آئی جی میجر جنرل ندیم انجم ، د بلوچستان پوليس آئی جی احسن محبوب پشمول نورو چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان په خپل خطاب کښې ووئيل ځينې عناصر خپلو ذاتی ګټو له او د بهرنيو مشرانو خوشحالۍ له صوبه كښې امن خرابول غواړي ، دغه عناصر بهر هېوادونو كښې په آرام ژوند تيروي او بلوچستان كښې د خپلو کارمندانو د لارې د امن مسئلې پیدا کوي۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس هېواد سره مينه لري ، بلوچستان كښې امن له د بلوجستان فرنټېئرکور مثالي کردار ترسره كړې په دې زه هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔