باجوړ ایجنسۍ كښې سيمه ايز پاسپورټ دفتر 10 كاله پس فعاله شو

اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) باجوړ ایجنسۍ كښې سيمه ايز پاسپورټ دفتر 10 كاله پس فعاله كړې شو۔ راډيو پاکستان له مخې باجوړ ایجنسۍ كښې سيمه ايز پاسپورټ دفتر بيا كار پيل كړې ، دا پاسپورټ دفتر په 2005 كښې جوړ كړې شوې وو خو سيمه كښې د امنيتي مسئلو په سوب 2007 كښې بند کړې شوې وو۔ سناتور هدایت اللہ خان پاسپورټ دفتر كښې د بيا كار پيل كولو پرانسته وكړه، دستورې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل د حکومت د نوې پالیسۍ ترمخه پاسپورټ ترلاسه كولو له خواست كونكو ته به پاسپورټ په درشل وركولې شي۔ دستوره كښې قبائلی مشرانو ، د امیګرېشن اینډ پاسپورټس ځائې انتظامیې او د ډائریکټوریټ جنرل چارواكو هم ګډون وكړو