اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) خارجه سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې امن ناكه٬مستحكم او څوكاله افغانستان د پاكستان په ګټھ دې٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اعتماد مستحكم كولو او شريكې مرستې زياتولو له دوه اړخيزه رابطو ته اړتيا ده۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ د پرنټ او اليكټرانك مېډيا په نمائندګانو مشتمل افغان پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ دخارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سلاحكار پلاوي ته افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان لخوا روانو هڅو په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل امن ناكه مستحكم او څوكاله افغانستان د پاكستان په ګټھ دې۔ده ووئيل سېكورټي د ترهه ګرۍ مخ نيوي بارډر منيجمنټ تجارت٬ټرانزټ او د افغان كډوالو په خپله خوښه د بېرته تګ په غرض سره د دواړو هېوادونو ترمينځه اعتماد مستحكم كولو او شريكې مرستې زياتولو له دوه اړخيزه رابطو ته اړتيا ده۔خارجه سلاحكار په مثبت تاثر رامخې ته كولو كښې د مېډيا د كردار ستائنه وكړه كوم چې د دوه اړخيزه اړيكو مستحكم كولو باور په ځاې كولو او د شريكو خطرو په غوره ډول مقابله كولو له ډېر ضروري دې۔د افغان مېډيا پلاوي د افغانستان تازه صورتحال څخه خبرولو سره د دواړو هېوادونو حكومتونه او اولس يو بل ته نزدې كولو له په اعلٰی كچه د پرله پسې رابطو ساتلو حاجت سره اتفاق وكړو