امنيتي ځواكونو د هېواد په 7 سيمو كښې د ترهه ګرۍ 7 لويې هڅې شنډ كړي۔آئي اېس پي آر

پیڼډۍ 17 مارچ (اے پی پی)د امنيتي ځواكونو روانو عملياتو ردالفساد پھ مهال د هېواد په 7 سيمو كښې د ترهه ګرۍ 7 لويې هڅې شنډ كړي دي ۔د آئي اېس پي آر لخوا د جمعې پھ ورځ د عملياتو ردالفساد په اړه د اپ ډېټ له مخې انټلي جنس بيسډ عمليات پیل كړي شوي او د ترهه ګرو په ژاالو كاروائي كښې يې 5 ترهه ګر وژلي كومو چې پھ صوابۍ كښې په جوډيشل كمپلېكس د بريد منصوبه بندي كوله۔په 21 فرورۍ قانون نافذ كوونكو ادارو فعاله كاروائۍ كښې د تنګي پھ كچهرو د ترهه ګرۍ بريد ناكامه كړی ؤ۔په 17 مارچ په شبقدر كښې د اېف سي په تربيتي مركز د ځانمرګي بريد كوونكو هڅه په بشپړھ توګه شنډه كړی شوې۔د انټلي جنس بيسډ اطلاع نه پس بريد شنډ كړی شوې او دواړه بريد كونكي وژلې شوي۔په 18 فرورۍ ٬ 26 فرورۍ ٬ 5 مارچ او په 17 مارچ د افغانستان څخه ترهه ګرو په پاك افغان پوله مومند ايجنسۍ٬خېبرايجنسۍ او د سوئېلي وزيرستان په سيمو په پاكستانو پوستو بريد وكړو۔امنيتي ځواكونو دغه ټولې هڅې شنډس كړي او ترهه ګرو ته لويې زيان رسولې۔په دغه سيمو كښې 30 څخه زيات ترهه ګر وژلس شوي۔پھ دې مهال د پاك پوځ٬فرنټيئر كور او د فرنټېيئر كانسټېبلري 9 افسران او ځوانان شهيدان شوي دغسې 10 ځوانان او د پوليس دوه اهلكار ژوبل شوي دي ۔د استخبارتي او امنيتي ادارو له اړخه پھ وخت معلوماتو وركولو٬د مېډيا په مرسته او د پاكستاني اولس د مرستې په سوب عمليات ردالفساد كښې كاميابۍ ترلاسه كېږي۔د افغانستان په سيمو كښې پټ شوي ترهه ګر په پاكستان كښې د ترهه ګرو مرسته كوي۔هيله لرو چې د افغانستان حكومت٬امنيتي څانګې او نړيواله ورورولي به د دغه عناصرو له امله په سيمه كښې د خرابې شوې وضعې ښه والي لپاره مثبت كردار ترسره كړي