اسياﺀ كښې تر ټولو زيات روښانه سباؤن د پاکستان دے، پاکستان په مذهبی مخالفت نه دې جوړ شوې بلکې د كوم هم تصادم مخنيوي له جوړ شوے

APP79-14 KARACHI: March 14 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing the gathering on the occasion of Holi Festival, organized by Minority Wing of PML-N Sindh. APP Photo by Syed Abbas Mehdi

کراچۍ 14 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي اسياﺀ كښې تر ټولو زيات روښانه سباؤن د پاکستان دے، پاکستان په مذهبی مخالفت كښې نه دې جوړ شوې بلکې د كوم هم تصادم مخنيوي لپاره جوړ شوے، د مذهب په بنیاد امتياز كول سم نه دي ، زمونږ تر مخه په زوره په چا مذهب بدلول جرم دے، زمونږ كار د چا د جنت او دوزخ پريكړه كول نه بلکې دا نړۍ د ټولو لپاره جنت جوړل دي ، مونږ له به د امن، استحکام او پرمختګ په نامه يو موټې كيدل وي، کراچۍ كښې به غريبانانو له د درملنې لپاره وړيا اسانۍ وركولو لباره د صحت کارډز سکیم پيل كولې شي ٬هندو ورورولۍ له پرمختګ لپاره به 50 کروړه روپۍ وركولې شي،کراچۍ كښې د څښلو پاكو ابو وركولو سكيم له به 50 فیصده خرڅونه وفاقی حکومت وركوي دغسې د ميټرو په طرز کراچۍ كښې په ګرین لائن بس سروس هم كار روان دے ، د حیدرآباد۔کراچۍ په 6 اړخيزه موټروے جوړولو كار روان دے۔ده د نهې پھ ورځ د هندو ورورولۍ مذهبی ميلې هولی خاص دستورې ته وينا كوله۔ په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبیر، وفاقی وزيران خواجه سعد رفیق، احسن اقبال، د مسلم لیګ (ن) لارښود او د مسلم لیګ (ن) اقلیتی ونګ چارواكي هم موجود وو۔ ده هندو ورورولۍ له په هولی مبارکي وركولو سره ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو زه ډير خوشحاله شوې يم