ځنګلونه د پاکستان قېمتې اثاثه ده

اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ځنګلونه د پاکستان قیمتی اثاثه ده ، د نړيوال بنچ مارك له مخې هېواد كښې د ځنګلونو تحفظ ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې د سپرلي موسم د اونو بوټو نالولو كمپائن پيل كولو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل ځنګلونه د ماحولیاتی بدلون منفی اغيز ختمولو كښې مهم كردار ترسره كوي، ځنګلونه د قامی معاشی استحکام ودې او ماحولیاتی انحطاط كمولو له هم مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د اونو بوټو نالولو د اهميت اندازہ د دې خبرې څخه لګېدې شي چې زمونږ مذهب د جنګ په مهال هم د اونو او ځنګلو ته د زيان رسولو اجازه نه راكوي۔ ده ووئيل وفاقی او صوبائی حکومتونه نه يواځې د ځنګلو وهلو مخنيوي له هڅې كوي بلكې د اونو نالولو ته هم پام لرنه كوي۔ ده ووئيل غريبي ، زياته شوې آبادی او د لرګو بيعه هم زياته ده او دا لړۍ هم د ځنګلونو په ساتنه كښې خنډان دي۔ ده د زياتو اونو نالولو لپاره په غیر روایتی اقداماتو خپلولو زور راوړو۔ ده ووئيل پاکستان د ځنګلونو نړيواله ورځ لمانځي كومه چې د ځنګلونو تحفظ لپاره زمونږ د عزم عکاسي ده۔ اولس مشر د ستر لارو په غاړه ، د نهرونو او ريلوے لائن اړخونو ته د اونو بوټو نالولو په حاجت زور راوړو۔ د اونو نالولو اهمیت رامخې ته كولو سره ده ووئيل ځنګلونه د بارانونو او سیلابونو زيان څخه هم د بچ كيدو لويه ذریعه ده۔