په لېبيا كښې د 27 كډوالو مړي موندل شوي

طرابلس 24 فروري (اے پي پي) د لېبيا په لوېديزه سيمه كښې كوسټ ګارډ په سمندر كښې د 27 كډوالو مړي موندلي دي چې پكښې ديارلس د بېړې په كانټينرو كښې وو۔ د كوسټ ګارډ لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا معلومېږي چې دا كډوال څو ورځې په كانټينرو كښې بند ساتل شوي وو او دا د خومس ساحل څخه د سمندر نه د تېرېدو په هڅه كښې وو۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د په كانټينرو كښې 56 كډوال بچ كړې شوي دي چې پكښې ځينې په ژوبل حالت كښۍ هم دي۔