په كراچې كښې د امن او امان په صورتحال كښې په ځانګړې توګه بهتري راغلې

APP59-10 ISLAMABAD: February 10 – Governor Sindh Muhammad Zubair called on Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif at PM House. APP

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې وفاقي حكومت د سندھ د كليوالو سيمو او ښارونو پرمختګ ته پام كړے۔ د توان٬ انفراسټركچر او د سماجي څانګو پشمول د سندھ اولس لپاره يو شمېر پروژې پېل كړې شوي دي٬ مونږ د ټولو ګوندونو په اتفاق سره په كراچې كښې امن راوستلو لپاره اقدام وكړو او د الله په فضل سره په كراچې كښې د امن او امان په صورتحال كښې په ځانګړې توګه بهتري راغلې۔ ده دا خبرې د سندھ ګورنر محمد زبېر سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې وفاقي حكومت په پورټ قاسم پاور پلانټ٬ اېنګرو تهر پاور پروژه٬ جهم پير ونډ پاور پروژه او د تهر مائن ماؤتھـ اوريكل پروژې پشمول په سندھ كښې د توان په بېلا بېلو پروژو كار كوي۔ ده ووئيل چې تېره اونۍ ده د سندھ اولس اسانيو لپاره د كراچې نه تر حېدر آباد د موټر وے د ترسره شوي اېم نائن سېكشن پرانسته كړې وه۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ د كراچې سركلر رېلوے پروژه په سي پېك كښې شامله كړې او په ګرين لائن ماس ټرانزټ پروژه په تندې سره كار روان دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د وفاقي حكومت لخوا د كے فور او لياري اېكسپرېس وے پروژې لپاره مرسته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد سندھ ګورنر د وفاقي حكومت او د سندھ حكومت ترمېنځه د پل په حېث كردار ترسره كړي چې دغسې په پرمختيائي چارو په وخت په موثره توګه عمل وشي۔ د سندھ ګورنر د باور په څرګندونه د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل چې هغه به د سندھ اولس ګټې لپاره خپله فريضه ترسره كوي او د وفاقي او صوبائي حكومت ترمېنځه به رابطې لا قوي كړي۔