په خېبر پښتونخوا كښې په وئيل كېدونكو 26 ژبو كښې 15 ژبې د وركېدو خطر سره مخ دي۔ ملګري ملتونه

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې په وئيل كېدونكو 26 ژبو كښې 15 ژبې د وركېدو خطر سره مخ دي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې د ژبو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې ورلډ لېنګوېج ان ډېنجر وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې په وئيل كېدونكو ژبو كښې 15 ژبې د وركېدو خطر سره مخ دي او په دې ژبو كښې 8 ژبې په چترال كښې وئيلې شي۔ د ژب پوهانو له مخې د ژبې وركېدو سره نه يوازې هغه ژبه مړه شي بلكې د دې ژبې كلتور٬ روايات٬ موسيقي او تاريخ هم له مېنځه لاړ شي۔ د پوهانو له مخې بايد حكومت د ژبو د وركېدو مخ نيوي لپاره انتظامات وكړي او مورنې ژبه دې د تعليم ژبه وګرځوي۔ د يادونې وړ ده چې د سيمه ايزو ژبو پرمختګ لپاره د عوامي نېشنل ګوند حكومت په كال 2012م كښې په خېبر پښتونخوا كښې پروموشن اف ريجنل لنګوېج اېكټ پاس كړے و خو په دې لړ كښې كومه اتھارټي جوړه نه كړې شوه۔