په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 28 وسله وال وژل شوي

كابل 24 فرري (اے پي پي) په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 28 وسله وال وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې په قندوز ولايت كښې په زمكي او هوائي عملياتو كښې 10 جنګيالي مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ په ننګرهار ولايت كښې په عملياتو كښې 18وسله وال وژل شوي دي۔ په دې عملياتو كښې هوائي پوځ هم برخه اخيستې۔