پاکستان په لويه شمېره د كډوالو په كوربتوب د نړۍ لوي هېواد دے۔ ملګري ملتونه

اسلام آباد 24 فروري(اے پي پي) پاکستان په لويه شمېره د كډوالو كوربتوب كوٶنكے د نړۍ تر ټولو لوي هېواد دے او د ټولو كډوالو تعلق افغانستان سره دے۔ دا خبرې كډوالو لپاره د ملګرو ملګونو ادارې يو اېن اېچ سي آر لخوا د جمعې په ورځ په جاري راپور كښې كړې۔راپور كښې وئيلي شوې پاكستان د تېرو درې لسيزو راهسې په ښه ډول د كډوالو كوربتوب كوي او د نړيوالې ورورولۍ لخوا مرسته ډېره ضروري شوې٬ دا مهال پاكستان د 1.45 مېليونه افغان كډالو كوربتوب كوي۔ راپور كښې وئيلي شوې د كال 2002 نه تر اوسه يو اېن اېچ سي آر پاكستان څخه د 4.1 مېليونه افغان كډوالو هېواد ته ستنېدو له مرسته كړې ده ۔