پاکستان او افغانستان له به په ھغه عناصرو او عواملو نظر لرل وي څوك چې خپلو ناوړه مقاصدو او د بدنيتۍ له امله اړي ګړي له هوا وركوي او په نازكو چارو پېچلتيا پېدا كولو سره غلط فهمۍ زياتول غواړي

APP03-08 ISLAMABAD: February 08 - President Mamnoon Hussain addressing the ceremony for Afghan national students under HEC Project “Award of 3000 scholarships for Afghanistan” at Pak-China Friendship Centre. APP

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان او افغانستان له به په ھغه عناصرو او عواملو نظر لرل وي څوك چې خپل ناوړه مقاصدو او د بدنيتۍ له امله اړي ګړي له هوا وركوي او په نازكو چارو پېچلتيا پېدا كولو سره غلط فهمۍ زياتول غواري٬ زه د افغان قام او مشرانو په زيركتيا باور لرم چې ھغوي به هر ډول كورني او خارجي سازشونه ناكامه كولو سره منطقه او په خاص توګه د دواړو هېوادونو د پرمختګ او سوكالۍ مزل له مهم كردار ولوبوي٬ پاكستان افغانستان په ښه زړه د پرمختګ او سوكالۍ په موخو كښې شريكول غواړي او باور لرو چې افغان مشران٬ اولس او په خاص توګه ځوانان به په وخت غږ اورېدو سره خپل تاريخي كردار ترسره كړي ۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د شورو په ورځ په پاك چائنه سنټر كښې د لوړو زده كړو كمېسون لخوا افغانانو زده كوٶنكو له د درې زره سكالرشپس وركولو په اړه دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او د افغانستان ترمېنځه د اړيكو بنياد نه يوازې د جغرافيائي قربت دېے بلكې دواړه قامونه د وينې ٬ كلتور ٬ تاريخ او عقيدې په خپلولو تړلې دي او هم دا تعلق ٶه د كوم په سوب چې زمونږ د مشرانو ترمېنځه تل نزدې او د ولولې خپلولې جوړې وې۔ ده ووئيل د منطقې د اولس صبر او قربانۍ رنګ راوړي څنګه چې په سخت وخت كښې مونږ د يو بل ملګرتيا كړې هيله ده چې دواړو هېوادونه به د اولس خېرښګړې او د بهترۍ په مزل كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي ٬اولس مشر ووئيل زمونږ منطقه د اوږدې مودې راهسې ناامنۍ ٬ جنګونو او د انتهاخوښۍ مسئلو سره مخ وه چې په سوب ئې د بې شمېره ځانونو زيان شوې او د پرمختګ عمل ودرېدلې٬ د دواړو هېوادونو اولس چې په كوم زغم او حوصله د دې مسئلو مقابله كړې تاريخ كښې ئې مثال نشته۔ ده ووئيل اوس منفي طاقتونو په سلګو دي ٬ دې لپاره په جوش په هوش غالبه پكار ده او د منطقې د مسئلو هواري له د شريكې روغې جوړې او د ورورولۍ جذبې سره كار كول پكار دي ۔ ده ووئيل افغان زده كوٶنكو او ځوانانو له د تعليمي سكالرشپس وركولو مقصد دا ٶ چې دوي ته هم ھغه تعليمي آسانۍ او موقعې ترلاسه شي كومې چې د پاكستان ځوانانو ته ترلاسه دي ٬ زه هيله لرم چې تاسو به د دې موقعو نه ښه ګټه پورته كړئ او هېواد ته ستنېدو سره به د خپل قام او هېواد پرمختګ او سوكالۍ له د قدر وړ خدمات تر سره كولو سره سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او ورورولۍ زياتولو سوب هم وګرځې۔اولس مشر سكالرشپس ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو له مباركي وركولو سره ټينګار وكړو چې د علم او هنر كومه موقعه كله هم ضائع نه كړئ او ښه خواري وكړې چې د خپل هېواد منطقه كښې امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالي باوري كړي۔ده ووئيل ځوانانو چې منطقه كښې د پېدا شوو نويو موقعو او امكاناتو څخه ګټه پورته كولو له بې غوري ونه كړئ٬ جديده ټېكنالوجي او علم او هنر نه يوازې زده كړې بلكې خپل دوستان هم دې ته ولمسوې۔ اولس مشر په اسلامي هېوادونو زور رواړو چې ھغوي خپل اختلافات لري كړي ۔ ده ووئيل اسلامي هېوادونو له يو موټې كېده او د يو بل سره مرسته او په بېلا بېلو څانګو كښې د پوهې تبادله پكار ده ۔ په دې موقع د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز ٬ د افغانستان د لوړو زده كړو كمېسون وزيره فريده مومند٬ د اېچ اي سي چيئرمېن پروفېسر ډاكټر مختار احمد او سكالرشپس ترلاسه كوٶنكي افغان زده كوٶنكې مېرمن ثمينه او سيد عبدالله قاسمي هم دستورې ته وېنا وكړه