پاك پوځ د ټانك پنګ سيمه كښې په استخباراتې بیسډ عملياتو كښې 4 ترهه ګر ووژل۔آئی اېس پی آر

پينډۍ 20 فروری (اے پی پی) پاك پوځ د ټانك پنګ سيمه كښې په استخباراتې بیسډ عملياتو كښې 4 مطلوب ترهه ګر وژلې دي۔ د آئی اېس پی آر له مخې د عملياتو په مهال د تحریك طالبان پاکستان ډلې عصمت اﷲ بېټني ٬کمانډر زمان المعروف طوپان، دوهم عمر ، کمانډر وصی اﷲ، کمانډر ظالم دین المعروف ظلمت وژلې شوي دي ۔دا ډله هدفي وژنو ، تاؤان لپاره تښتونو او قلنګ اخستو غوندې کارروائیو كښی ككړه وه۔ عصمت اﷲ شاهین د ټی ټی پی مهم او د مجلس شوریٰ غړے هم ؤه۔