ټول صوبائي حكومتونه ٬ پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارې او ټول قام د آخري ترهه ګر تر خاتمې په قلار نه كېښني۔ د مريم اورنګزېب

APP27-21 ISLAMABAD: February 21 – Minister of State for Information, Broadcasting and National Heritage Marriyum Aurangzeb talking to media persons outside Supreme Court. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د ځپليو خېرښګړې په اړه پارلمان كښې غږ پوته كړې شي٬ترهه ګر كوم دين او مذهب نه لري٬ يو موټې كېدو سره به د دوي مقابله كول وي ٬د ترهه ګرۍ د بزدلانه پېښو سره زمونږ عزم زيات قوي او مستحكم شوې ٬ د وزیراعظم په مشرۍ كښې به وفاقي حکومت ٬ ټول صوبائي حكومتونه ٬ پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارې او ټول قام د آخري ترهه ګر تر خاتمې په قلار نه كېښني ۔ د نهې په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې دوهمې وزيرې د چارسدې د تنګي تحصيل كچهرو سره نزدې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو او د ترهه ګرۍ پېښو كښې د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو سره ولاړ يو۔ دوهمې وزيرې ووئيل ترهه ګرو د اولس او امنيتي ځواكونو د عزم كمزورې كولو هڅه كړې خو د ترهه ګرۍ د بزدلانه پېښو سره زمونږ عزم زيات قوي او مستحكم شوې ٬ د وزیراعظم په مشرۍ كښې به وفاقي حکومت ٬ ټول صوبائي حكومتونه ٬ پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارې او ټول قام د آخري ترهه ګر تر خاتمې په قلار نه كېښني ۔ دې ووئيل چې اولس ته باور وركوٶ چې حكومت ٬ پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكي ادارې به تاسو نه مايوسه كوي٬ دا د وخت ضرورت دے چې مونږ يو موټې شو او د ترهه ګرو مقابله وكړو ۔ دې ووئيل د پاكستان دننه چې تر څو يو ترهه ګر هم موجود وي يو موتې كېو سره به د دوي مقابله كولې شي او ان شآء الله مونږ به كامياب او بريالي كېږو