وفاقی وزیر اسحاق ډار سره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر پلاوي وليدل

APP44-18 ISLAMABAD: February 18 - Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar in a meeting with Country Director World Bank, Patchamuthu Illangovan and members of his team. APP

اسلام آباد ۔ 19فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سېناتور محمد اسحاق ډار سره پاكستان لپاره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر اېلانګو په مشرۍ كښې يو پلاوي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د خزانې وزارت بيان ترمخه په دې مهال د حكومت لخوا اقتصادي اصلاحاتو لپاره د پورته كړې شوې ځينو ګامونو او كاركردګۍ جاج واخستے شو۔ د آئي اېم اېف په مرسته د اقتصادي پرمختګ په ايجنډا عمل روان دے او حكومت د اصلاحاتو پروګرامونه جاري ساتلو له لوظي دے د كومو ذكر چې مسلم ليګ (ن) د كال 2013ء ټاكنو منشور كښې كړې و۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت لخوا پورته كړې شويو ګامونو ګټه هېواد ته رسي۔ ده د حكومت په باقي پاتې موده كښې د اصلاحاتو پروګرامونو روان ساتلو باور وركړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې کنټری ډائرېکټر ووئيل چې نړيوال بانك به مرسته روانه ساتي دغسې چې د معيشت په بېلو څانګو كښې د تېرو څو كلونو نه د روان اصلاحاتو عمل كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده زياته كړه چې نړيوال بانك بېلو پرمخيائي څانګو كښې مرسته كوي او سباؤن كښې دې ته لا پراختيا وركول غواړي۔