كوم مذهب هم د ترهه ګرۍ تعليم نه وركوي

اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي كوم مذهب هم د ترهه ګرۍ تعليم نه وركوي۔ ټول مذهبونو د انسانيت ٬ زغم او ورورولۍ درس وركوي۔ د مذهبي همغږۍ ودې له دې ټول هېواد كښې كنفرنسونه وكړې شي۔ د ناموس رسالت قانون ختمېدې نه شي بلكې د دې لا فعاله كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير قامي كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د ناموس رسالت قانون بدلېدې نه شي۔ دا قانون به لا فعاله كولې شي۔ ده ووئيل چې كوم تن د رسول (ص) په شان كښې ګستاخي كوي نو د اړوندې سيمې اېس پي يا ډي پي او به د بشپړو پلټنو نه پس اېف آئي آر درج كوي دغسې چې د چا په ضد انتقامي كاروائي ونكړې شي۔ د كنفرنس په پايه كښې اعلاميه جاري كړې شوه كوم كښې چې وئيلي شوي چې مونږ مذهبي همغږۍ له د وفاقي حكومت د هڅو ستائنه كوو او په دې لړ كښې دا كنفرنس خوشبين ګڼو۔ پاکستان يو اسلامي جمهوري رياست دے د دے اوسېدونكي بېلو مذهبونو سره تړون لري۔ پاكستان د يو رياست په توګھ د انساني مساواتو په لړ كښې يو غوره ريكارډ لري۔ اعلاميه كښې دا هم ووئيلې شو چې مونږ د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ او انساني وقار ته د زيان رسوونكي هر ګام به غندنه كولې شي۔ اعلاميه كښې دا هم ووئيلې شو چې ترهه ګري يوه نړيواله وبا جوړه شوې۔ د دې خاتمې له په نړيواله كچه پرله پسې او جدي هڅو ته اړتيا ده۔ له دې كبله مونږ نړۍ څخه غوښتنه كوؤ چې ترهه ګري د كوم مذهب سره تړلو په ځائې دې د دې بنيادي سوبونو تعين كولو سره د دې مخنيوې وكړې شي۔ دا هم ووئيلې شو چ مونږ د ټولو مذهبونهو او مسلكونو مشرانو ته مشوره وركوؤ چې هغوي د نورو په اړه پوهې ترلاسه كولو له د هغوي مركزونو ته لاړ شي او دوئي خپلو مركزونو ته راوبلي