عمران خان لاهور ډيفنس كښې د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان لاهور ډيفنس كښې د بمي چاٶدنې غندنه كولو سره په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د چاٶدنې د هر اړخ دې پلټنې وكړې شي او ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ ده پېښه كښې ځپليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا او د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔