صحافتي تنظيمونو د شخصي ټي وي چينل اسسټنټ كيمره مين تيمور د وژنې غندنه وكړه

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي)صحافتي تنظيمونو د حكومت څخه غوښتنه كړی ده د خبريالانو امنيت دې باوري كړې شي او داسې قوانين دې جوړ كړی شي چې د مېډيا هاؤسز خبريالان او عمله د انشورنس كولو پابند وي۔صحافتي تنظيمونو په كراچۍ كښې د يو شخصي ټي وي چينل اسسسټنټ كيمره مين تيمور د وژنې په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔د ګل په ورځ صحافتي تنظيمونو آر آئي يو جے٬ ربجا٬رسجا٬فيرا٬اېم ډبليو او او نورو تنظيمونو وئېلي دي په خبريالانو بريد د صحافت په آزادۍ بريد دے٬حكومت دې د خبريالانو د ځان او مال تحفظ باوري كولو له ګامونه پورته كړي٬صحافتي تنظيمونو د حكومت څخه د داسې قوانين جوړولو غوښتنه كړې چې پكښې د مېډيا هاؤسز خبريالان او عمله د انشورنس پابند شي