شاه سلمان (نن) د آسيائي هېوادونو اوږده دوره پېل كوي

ریاض ۔ 25 فروری (اے پی پی) دسعودي عربستان باچا (نن) اتوار ورځې څخه د آسيا د يو شمېر هېوادونو د يوې مياشتې په دوره روانېږي۔ د المان ابلاغ ذريعو ترمخه د خپلې دورې په مهال به د سعودي باچا د ملائیشیا، انډونیشیا، جاپان او چین په شمول نورو هېوادونو ته ځي۔ د سعودي باچا د خپلې دورې په مهال د بېلو هېوادونو لارښودو سره په دفاع ٬ د ترهګرۍ په مخنيوي او په خاص توګه په اقتصادياتو خبرې كول غواړي۔ دې به د بېلو هېوادونو سرمايه كارو ته سعودي عربستان كښې د سرمايه كارۍ ترغيب وركولو هم هڅه كوي۔ د دې دورې په مهال به ده سره يو لوئې پلاوې هم وي په كوم كښې چې 10 وزيران شامل دي۔