سږ كال به 10 زره مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامله شي او راروان كال به لوډشېډنګ بېخي ختم كړې شي

APP65-08 SHIEKHUPURA: February 08 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif visiting the control room of Bhikki Power Plant. APP

شېخو پورہ ۔ 08 فروری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي سږ كال به 10 زره مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامله شي او راروان كال به لوډشېډنګ بېخي ختم كړېس شي۔ برېښنا به ارزانه هم كړو او د ترسيل انتظام به هم ښه شي۔ زمونږ هڅې رنګ راوړي۔ د مېوؤ ترلاسه كولو وخت راروان دے۔ چا چې محنت كړے هم هغه به فيتھ پرېكوي۔ مخالفين بايد دا برداشت كړي۔ حکومت خپلې كړې وعدې تر سرسه كولو لپاره هېواد په تندۍ د پرمختګ پلو د بوتللو عزم لري۔ د قامي معيشت استحكام ٬ روزګار پېدا كول او د بې وسۍ ختمولو له په ټول هېواد كښې پرمختيائي منصوبې روانې دي۔ د پرمختګ په عمل كښې بايد ټول برخه واخلي او په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوځي۔د پاكستان پرمختګ به د ټولو په ګټه وي۔ وزيراعظم د شورؤ په ورځ په بھکھی پاور پلانټ د كار جاج اخستو نه پس دستورې ته خطاب كولو۔ په ګاز چلېدونكې بجلي ګھر د 1180 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري۔ او دا به كال 2018ﺀ كښې پېداوار پېل كړي۔ دا پلانټ به د ګرمۍ موسم نه وړاندې په ابتدائي توګه 716 مېګاواټ برېښنا پېدا كول پېل كړي۔ په دې منصوبه 84 فيصده كار بشپړ شوے۔ وزيراعظم ووئيل دا منصوبه په كلونو نه بلكې په مياشتو كښې پايې ته ورسي۔ ده ووئيل د منصوبې په سپېځلتيا او د كار په تندوالي د پنجاب اعلی وزير او ټوله عمله د مباركۍ مسستحق ده۔ وزیراعظم ووئيل مونږ چې كله اقتدار په كال 2013ﺀ كښې ترلاسه كړو نو قام د برېښنا كمي او د ترهه ګرۍ لعنت سره مخ ؤه۔ دغه مهال په ځينو سيمو كښې د 16 نه تر 18 ساعتو لوډشېډنګ روان ؤه۔ د برېښنا منصوبې به ګرانې وې۔ ده ووئېل په تېرو حكومتونو كښې د موټروے په شمول په ټولو منصوبو كار نه دې شوې۔ ولې مونږ بيا اقتدار ترلاسه كولو نه پس د پرمختګ مزل د نوي عزم سره پېل كړو۔ او د برېښنا او د ترهه ګرۍ په شمول په نورو ستونزو قابو موندلو له مو محنت وكړو۔ ده ووئيل د بنيادي اډانې پرمختګ ته مو خاص پام وكړو۔ لاهور كراچۍ سره د موټروے د لارې تړلې شي۔ وزيراعظم ووئېل ګوادر د كوئټې د لارې خېبر پختونخوا سره تړلې شي۔ موټر وېز سره سره په اېکسپرېس وېز ‘ مېټرو او نورو منصوبو كار روان دے۔ كراچۍ كښې سرکلر رېلوے جوړولې شي۔ د اربونو روپو په لګښت لواري ټنل جوړولې شي۔ ده ووئېل لاهور ایئر پورټ پراخا كولې شي۔ د روان كال په مهال به د اسلام آباد نوے ايئر پورټ بشپړ شي۔ نواز شريف ووئيل هيله ده چې د روان كال په مهال به 10 ظره مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامله كړې شي۔ د تربېلا د پراختيا منصوبې سره به 1400 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ هدف لوډشېډنګ ختمول نه برېښنا ارزانول هم دي۔ ده ووئيل راتلوكو څو كلونو كښې د 30 زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې د شاملولو منصوبه لرو۔ د ترهه ګرۍ مخنيوي له زمونږ هڅې رنګ راوړي۔ سباؤن كښې به حالات لا ښه شي۔ كراچۍ كښی امن په ځائې شوې او رڼاګانې بحالېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان سټاک اېکسچېنج نوې ريكارډ جوړ كړے۔ دا د آسيا اولنې او د نړۍ 5م سټاك اېكسچېنج دے۔ وزيراعظم په دې مهال د بھکھی پاور پلانټ بېلو برخه څارنه هم وكړه۔ دستوره كښې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ٬ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔