سي پېك پاكستان كښې خارجي سرمايه كارو له دروازه پرانستې

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د چين نوميالۍ ورځپاڼې پيپلز ډېلي له مخې سي پېك پاكستان كښې خارجي سرمايه كارو له دروازه پرانستې ٬ چين به سږ كال د نړيوالې مرستې په غرض بېنجنګ كښې “يوه پټۍ يو سړك” په سرخط د فورم كوربتوب وي ٬ چې مقصد ئې مرستې ته لا وده وركولو په چارو اړه خبرې كول دي۔ ورځپاڼې له مخې كال 2013 كښې د چين تجويز يو پټۍ يو سړك اقدام له مخې شاهراه رېشم اقتصادي پټۍ او د 21مې پېړۍ مېري ټائم سلك سړك جوړولې شي چې مقصد ئې د پخوانۍ تجارتي لارې اسياء اروپا او افريقې سره د تړلو په غرض د تجارتي انفرسټركچر نېټ ورك جوړول دي۔ د يوې پټۍ او يو سړك فرېم ورك له مخې په دې منصوبو كښې د چين ھغه روټس هېوادونو سره مرستې له سي پېك منصوبه خاص اهميت لري۔ ورځپاڼې خپل راپور كښې وئېلي دي سي پېك كښئ شاملې د توان او انفراسټركچر مهمې منصوبې به پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې نور وړاندې بوځي او د اقتصادي هلو ځلو زياتېدو سوب به وګرځي۔