سول او پوځي مشرتابه د ترهه ګرۍ روانه لړۍ بشپړ قوت سره د ختمولو پرېكړه كړې۔ بې ګناه وګړي په نخښه كوونكي كه د هېواد دننه وي يا بهر څخه راځي خپل انجام ته به رسولې شي۔ د ترهه ګرۍ په ضد قامي عزم او يو والې زمونږ طاقت او ګټه او دښمن ته ماتې ده۔ د لاهور او پېښور په چاؤدنو كښې ككړ ټول كسان په ګوته كړې شوي دي او دا خبره ثابت شوې چې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې زياتره افغان كډواله د سهولت كار په توګه كارولې شي۔ د امنيت په ډول د حساس نوعيت په معامله سياست كول نه غواړو۔ په دې معامله سياست به ټول اولس سره زياتې وي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان خبريالانو سره غېر رسمي خبرې

اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي سول او پوځي مشرتابه د ترهه ګرۍ روانه لړۍ بشپړ قوت سره د ختمولو پرېكړه كړې۔ بې ګناه وګړي په نخښه كوونكي كه د هېواد دننه وي يا بهر څخه راځي خپل انجام ته به رسولې شي۔ د ترهه ګرۍ په ضد قامي عزم او يو والې زمونږ طاقت او ګټه او دښمن ته ماتې ده۔ د لاهور او پېښور په چاؤدنو كښې ككړ ټول كسان په ګوته كړې شوي دي او دا خبره ثابت شوې چې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې زياتره افغان كډواله د سهولت كار په توګه كارولې شي۔ د امنيت په ډول د حساس نوعيت په معامله سياست كول نه غواړو۔ په دې معامله سياست به ټول اولس سره زياتې وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ خبريالانو سره غېر رسمي خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په پېښو افسوس دے ولې دا خبره د اطمينان وړ ده چې سول او پوځي مشرتابه په سلا د مضبوط عزم څرګندونه كړې او دا پرېكړه ئې كړې چې د ترهه ګرۍ روانې وضعې به ښه سخته مقابله كولې شي۔ او بې ګناه وګړي په نخښه كوونكي كه د هېواد دننه وي يا بهر څخه راځي خپل انجام ته به رسولې شي۔ ده ووئيل حكومت په جون 2013ﺀ كښې هم د دې ډول صورتحال مقابله كړې وه كله چې هېواد كښې د روزانه په بنياد 5 چاؤدنې كېدې او د اولس په دعا به ددې وضعې هم په نره مقابله وكړي۔ ده ووئيل د درې كالو پالېسيو او عملياتو په نتيجه كښې ترهګرو هېواد څخه بهر ځان له ځايونه جوړ كړي دي۔ ده ووئيل دا خبره رامخې ته شوې چې پاكستان كښې تندۍ سره ښه پلو تلې د امن وضعې په نخښه كولو هڅه كولې شي او دا خبره هم په ډاګه شوې چې په دې ناوړه هڅه كښې غېر ملكي طاقتونه او ددوئي استخباراتي ايجنسۍ ككړې دي ولې په دې خبره كښې دې چاته شك نه وي چې ددوئي ناوړه هڅو به ښه سخته مقابله كولې شي۔ ده ووئيل د لاهور او پېښور په چاؤدنو كښې ككړ ټول كسان په ګوته كړې شوي دي او دا خبره ثابت شوې چې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې زياتره افغان كډواله د سهولت كار په توګه كارولې شي۔ ده افغان كډوالو ته غږ كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د تېرو 30 كلونو نه ستاسو مېلسمتيا كړې۔ د دې مېلمستيا تقاضا خو دا ده چې دا افعان كډوالو دا كسان په ګوته كړي د چا دلاسه چې په ټولو كډوالو تور لګي۔ داخله وزير ووئيل د لاهور چاؤدنو كښې ككړ سهولت كار نيولے شوے دغسې په دې لړ كښې تېره شپه اټك ٬ حضرو او ټېكسلا كښې هم ځينې كسان نيولي شوي دي۔ په دې مهال ده د استخباراتي ادارو هم ستائنه وكړه كومو چې په 24 ساعتونو كښې ترهه ګر او د دوئي سهوالت كار په ګوته كړل۔ د سېهون شریف چاؤدنو په اړه ده ووئيل تر دې دمه په دې اړه پلټنو كښې كوم پېشرفت رامخې ته شوې نه دې۔ ده په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې ځينې كسان خپله نااهلي پټولو له په دې ډول پېښو سياست كوي۔ ده پوښتنه وكړه چې د سېهون شريف د امنيت ذمه واري د وفاق ده يا د كوم اړوند صوبائي حكومت؟ ده ووئيل زه د امنيت په معامله كوم سياست كول نه غواړو او په دې سياست كول به ټول اولس سره زياتې وي۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد څخه د ترهه ګرۍ او د دې د ځائي سهولت كارو نوغې ويستلو له به راروانو ورځو او اوونو كښې نور ګامونه پورته كړې شي۔