زلمو له به د سباؤن علومو زده كولو لپاره د اوسه نه چمتوالې نيول وي

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي په سباؤن كښې به نوې علوم معارفي كېږي د كومې زده كړی له به چې زلمو له د اوس نه چمتوالې نيول وي۔ده د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې د وفاقي تعليمي بورډ د سيوري لاندې د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كولو۔د وفاقي تعليم او د پېشه وره تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان او د وفاقي تعليمي بورډ چيئرمېن ډاكټر اكرام ملك هم دستورې ته خطاب وكړو۔وفاقي وزير ووئيل ايوان صدر كښې د انعامونو د وېش ښه روايت جوړ كړې شوې۔ده ووئيل د تعليم پرمختګ لا اهميت احختيار كړی۔۔ده ووئيل حكومت د وژن 2025 ترمخه د بشري وسائلو پرمختګ ته پام لرنه كوي دغسې د تعليم لپاره هم ګامونه پورته كړې شوي ۔په دې موقع دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان هم دستورې ته هېواد كښې د تعليم ودې لپاره حكومتي ګامونو باندې رڼا واچوله ۔ده ووئيل د حكومتي هڅو په نتيجه كښې د سكول څخه بهر ماشومانو شمېره كمه شوې۔په 2013 كښې د دغه ماشومانو شمېره 2 كروړه 60 لكه وه كومه چې اوس 2 كروړه 26 لكه ته راغلې