د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژه به هېواد كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ ودې له مرستياله وګرځي

اسلام آباد 11 فروری (اے پی پی) د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژه به هېواد كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ ودې له مرستياله وګرځي او د پروژې ترمخه نه يواځې د چین سرمایه کار سرمایه کاری وكړي بلكه د نړۍ نورو هېوادونو هم د سی پیك ترمخه جوړيدونكو زونز كښې په سرمایه کارۍ كښې د خوښۍ لرلو څرګندونه كړي۔ د سرمایه کارۍ بورډ چارواكو ووئيل خاص اقتصادی زونز كښې غیر ملکی او ځائي سرمایه کارو له ښه مراعات وركړې كېږي۔ دوي ووئيل د ټولې نړۍ لويو نړيوالو کمپنیو پاکستان كښې خپلې سرمایه کارۍ او کاروبار ته د پراختيا وركولو منصوبه بندی کوي چې ترمخه به ئې د هېواد د اقتصادی پرمختګ وده ومومي۔