د پاك چين اقتصادي لارې نه پس په سمندري لارو د زيات شوي انحصار په سبب د سمندر محفوظ چاپېرچل په ځائ ساتلو ته اړتيا ده

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف د ګڼ قامونو د سمندري مشق امن-17 د ګډون كوٶنكو تود هركلي كولو سره وئيلي دي چې زه په دې خبره خوشحاله يم چې د مشقونو د امن سېريز د لارې پاك بحريه د ختيز او لويديز سمندري ځواكونو په يو پلېټ فارم په يو ځائ كولو سره په سمندري احاطه كښې د يو پل په جوړولو كښې بريالې شوې۔ د پاك بحريه ملټي نېشنل اېكسر سائز امن -17 په موقع په پېغام كښې وزيراعطم ووئيل چې د پاك چين اقتصادي لاره سره به د پاكستان جيو ستراتېژك اهميت منطقې له يو ګېم چېنجر ورګرځي٬ دا لويه منصوبه سيمه ايز او د نړيوال معاشي ودې د بشپړه امكاناتو په خاص توګه د بحريې په څانګه كښې د پرمختګ وړ ده۔ ده ووئيل د زبردست معاشي ګټو سره په سمندري لارو د زيات شوي انحصار په سبب د سمندر محفوظ چاپېرچل په ځائ ساتلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بحر هند كښې ټائم سېكورټي چېلنجز ګڼ آړخيزه دي٬ سمندري ترهه ګري٬ د نشي اي توكو قاچاق او د غلا مخنيوي له نړيوالو هلو ځلو ته اړتيا ده او د دې خطرو خاتمې له د نړيوالو سمندري ځواكونو ترمېنځه مرسته ضروري ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كوم چې بحيره عرب كښې د سمندري امنيت لوي شراكت دار دے٬ د نېوي ګېشن د آزادۍ او قانوني سمندري نظام د باوري كولو عزم لري۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې امن مشق-17 به په دې لړ كښې يو لويه هڅه وي۔ وزیراعظم په لويه شمېره امن-17 مشقنونو كښې په ګډون كولو د بېلا بېلو هېوادونو د سمندري ځواكونو مننه وكړه او د كال 2007 نه پس د مشقونو امن سېريز په كاميابۍ سره په راجوړولو ئې د پاك بحريه جذبې سره د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم د امن مشقونو كاميابۍ له د نېكو هيلو څرګندوه وكړه او د امن ودې له په دې كښې د برخه اخستونكو ټولو هېوادونو ئې مننه وكړه