د پاكستان د هوائي پوځ لخوا پاك افغان پولې سره نزدې د خېبر اېجنسې په راجګال سيمه كښې كارروائي۔ آئي اېس پي آر

پېنډې 22 فروري (اے پي پي) د پاكستان هوائي پوځ پاك افغان پولې سره نزدې د خېبر اېجنسې په راجګال سيمه كښې فضائي كارروائي كولو سره د ترهګرو اډې په نښه كړې دي او په كارروائې كښې د ګڼ شمېر ترهګرو د وژل كېدو اطلاعات دي۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د كارروائې په مهال ګڼ شمېر ترهګر خپل انجام ته رسېدلي دي