د نیلم جهلم هائېډرو الېکټرك پراجېکټ به د راتلونكې كال تر 28مې فرورۍ بشپر كړې شي٬ پروژې څخه به يو نيم كروړه ډالره آمدن ترلاسه كېږي

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د نیلم جهلم هائېډرو الېکټرك پراجېکټ به د راتلونكيې كال تر په 28مه فرورۍ بشپر كړې شي ۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن د شورو په ورځ دا خبرې وزیراعظم محمد نواز شریف ته د ملاقات په مهال كړې۔ وزیراعظم د واپډا نوې چيئرمېن ته د مهمو هائيډرو پاور پراجېكټس د كار ګړندې كولو ذمه سپارلې وه دغسې چې دا پراجېكټ په ټاكلې موده كښې ترسره كړې شي۔ د نيلم جهلم پراجېکټ د لېفټ ټنل کنکشن په 23م اکتوبر كال 2016 كښې ترسره كړې شوې دغسې د رائټ ټنل كنكشن كار به په 30م اپرېل كال 2017 كښې ترسره كړې شي٬ ده ووئېل د پروژې ډرائي ټېسټ به د سږ كال په پائې ٬ وېټ ټېسټ به راروان كال د فرورۍ په وړومبۍ نېټه كولي شي او د مالي په مد كښې به پروژې څخه يو نيم كروړه ډالره آمدن ترلاسه كېدې شي۔ د نيلم جهلم دوېم يونټ به په 15م مارچ ٬ درېم او څلورم به په 15م اپرېل كال 2018 كښې فعاله كړې شي۔ د واپډا چيئرمېن ووئيل د کچھي کېنال منصوبې بشپړېدو نه پس به د ډېره بګټي 72 زره اېكړه زمكه اوبه كولو لپاره د اوبه خور اوبه ترلاسه شي۔ د واپډا چيئرمېن ووئيل د 2160 مېګاٶاټ داسو هائيډرو پاور پراجېكټ له 9917 اېكړه د زمكې اخستو كار به تر مئي 2017 بشپړه كړې شي۔ وزیراعظم به سږ كال جون كښې د داسو پراجېكټ د لوي تعميراتي كار د بنياد تيګه ږدي كومه چې به په 4300 مېليونه ډالره لګښت ترسره كولې شي٬ دغسې ګولن ګول هائيډرو پراجېكټ به د چترال ضرورت څخه درې چنده زياته برېښنا پېدا كوي كوم چې په ګولن ګول ناله جوړولې شي او دغه به 3.8 كلوميټره اوږد ټنل لري ٬ ده ووئېل د 108 مېګاٶاټ برېښنا صلاحيت لرونكې دا پروژه به سږ كال تر پائې د 29.77 اربه روپو په لګښت بشپړه شي۔ د واپډا چيِئرمېن ووئېل د تربېلا څلورمې پراختيا منصوبې څخه به د پراجېكټ صلاحيت 3478 مېګاٶات څخه 4888 مېګاٶاټ ته ورسي او د اېكسټېنشن وړومبې يونټ به سږ كال دسمبر او درېم او څلورم يونټ به د كال 2018 تر نيمائې جوړ كړې شي۔