د نيوزي لېنډ او د سوئيلي افريقې ترمېنځه ټي 20 مېچ ﴿نن﴾ كېږي

آكلېنډ 17 فروري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه ټي 20 سيالي به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د فرورې په 17مه نېټه آكلېنډ كښې كېږي۔ د خبر له مخې د سوئيلي افريقې لوبډله نن سبا نيوزي لېنډ ته تللې ده چرته به چې هغه د يو ورځني ټي ټونټي سره پنځه ون ډے او درې ټېسټ مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه يوازنې ټي 20 مېچ به د فرورې په 17مه نېټه كېږي