د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په سېهون كښې د لعل شهباز قلندر په درګاه د ترهګرې د بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه 17 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په سېهون كښې د لعل شهباز قلندر په درګاه د ترهګرې د بريد غندنه كړې او د پاكستان حكومت ته ئې وئيلي دي چې مجرمان دې په سمدستي توګه د قانون منګولو ته وسپارل شي۔ د عمومي سېكتر وياند غم جنو كورنيو٬ د پاكستان حكومت او اولس سره د غمرازې څرګندونه كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې دعا كړې۔ وياند وئيلي دي چې ملګري ملتونه د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستاني حكومت بشپړه ملاتړ او د نړيوالو او بشري حقونو د اقدارو بشپړه احترام كوي