د سيمې استحکام افغانستان كښې امن سره تړلے دے

اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د قامی سلامتیا سلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه وئيلي دي د سيمې استحکام افغانستان كښې امن سره تړلے دے ، د افغان دولت د تورونو سره د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅو ته زيان رسي۔ دا خبره ده د تره هګرۍ مخنيوي لپاره د آسټریلیا سفارتکار پال فولے سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره ليدنه وكړه۔ پاکستان كښې د آسټریلیا لنډمهاله هائی کمشنر هم ده سره ٶ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايزو او ڼړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ترهه ګرۍ مخنيوي په مېكنزم او مرسته هم خبرې وشوې۔ ناصر خان جنجوعه د اسټراليا سفير منطقه كښې د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هلو ځلو په اړه بريف كړو۔ د قامي سلامتيا سلاحكار د منطقې ستراتېژكي استحكام ٬ د پاكستان او هند ترمېنځه د طاقت د توازن اهميت هم رامخې ته كړو۔ د سټراليا سفارتكار په قامي اېكشن پلان د عملدرآمد او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه