د سفر بنديز دې ختم كړې شي۔ عراق د امریکې څخه غوښتنه

بغداد 11 فروری (اے پی پی) د عراق وزیراعظم حیدر العبادی د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه كړې چې د عراق په وګړو د سفر بنديز ختم كړي۔ د عراق حکومت له مخې دا خبره حیدر العبادی ټرمپ سره د ټيلي فوني تماس نيولو په مهال كړي۔ بيان كښې وئيلي شوي چې ډونلډ ټرمپ د دې مسئلې حل له د شريكو رابطو په اهمیت زور راورې۔ دې نه وړاندې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خپل اړخه لګولې شوي ٬ متنازعه امیګرېشن بنديز د هېواد سلامتیا لپاره ضروری ګرځولو سره وئيلي وو چې د امریکې وفاقی عدالتونه جانبدار نه دي