د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار د خورشید شاہ او نویر قمر سره تيلي فوني تماس

اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار د مخالفې ډلې مشر خورشید شاہ او پاكستان پيپلز ګوند پارلماني لارښود نویر قمر سره تيلي فوني تماس ونيولو۔ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير اسحاق ډار دواړه لارښود د قامی اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په مشرۍ كښې د پارلماني لارښودو د غونډي پیش رفت څخه خبر كړه۔ د خزانې وزیر ووئيل د پاکستان پیپلز ګوند په 4 مارچ كېدونكي اے پی سی غونډي په بنیاد د قامی اسمبلۍ غونډه په 6 مارچ رابللې شوې