د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې د خزانې وزارت٬ سټېټ بېنك او د اېف بي آر ترمېنځه د مشاورت غونډه وشوه

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې د جمعې په ورځ د خزانې وزارت٬ سټېټ بېنك او د اېف بي آر ترمېنځه د مشاورت غونډه شوې ده ۔ په غونډه كښې د سټېټ بېنك ګورنر اشرف محمود وتهرا٬ د خزانې سېكتر او د اېف بي آر چيئرمېن ګډون وكړو او د خزانې وزير ئې د اړوندو ادارو لخوا مشاورت لپاره د شوو اقداماتو څخه خبر كړو۔ د خزانې وزير دا ګامونه وستائيل او وې وئيل د ادارو ترمېنځه موثره همغږي حكومتي چارو په ښه ډول تر سره كولو لپاره ضروري ده۔ ده ګډون كوونكو ته ووئيل تاسو د امدن او خرڅونو موثره حل لټولو لپاره ګامونه پورته كړې۔