د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې به د امريكې هركلے كولې شي۔ بشار اسد

دمشق 11 فروری (اے پی پی) د سوريه اولس مشر بشار الاسد يوه مركه كښې وئيلي چې سوريه كښې د ترهه ګرو به ضد روان جنګ كښې به د امریکې تر هغه هركلے كولې شي تر څو چې د واشنګټن انتظامیه زمونږ د هېواد د خپلواكۍ احترام او حکومت سره مرسته كوي۔ یاهو نیوز سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ډونلډ ټرمپ سره تر دې وخت نيغ په نيغه يا بالواسطه رابطه نه ده شوي او نه د ټرمپ نوې انتظامیې كوم اهلكار سره رابطه شوي۔