د تاجکستان اولس مشر امام علی رحمانوف د ای سی او مشرانو غونډه كښې ګډون له اسلام آباد ته راورسيد

اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) د تاجکستان اولس مشر امام علی رحمانوف د ای سی او مشرانو غونډه كښې ګډون له د نهې په ورځ اسلام آباد ته رارسيدلې دے۔ د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف په نور خان ائر بیس د هغه هركلے وكړو۔ د تاجکستان اولس مشر د 21 توپونو سلامی وكړې شوه دغسې د پاکستان ایئر فورس يوې چټك ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ په دې مهال د پاکستان او تاجکستان قامی سرود وغږولې شو۔ د تاجكستان اولس مشر هركلې له راغليو كسانو سره تعارف وكړې شو