د اي سي او مقصد د غړو هېوادونو ترمېنځه آزاد تجارتي زون جوړول دي۔ ډاکټر سلمان شاہ

اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د خزانې پخواني وزير ډاکټر سلمان شاہ وئيلي دي چې د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) ډېر مهم تنظيم دے او مقصد ئي د غړو هېوادونو ترمېنځه آزاد تجارتي زون جوړول دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل په اي سي او كښې تر اوسه تركيې٬ پاكستان او ايران مهم كردار لوبولې او كه چې د تنظيم غړي هېوادونه په سي پېك كښې شامل شي نو دا به ډېر لوي پېشرفت وي۔ ده ووئيل بايد د اي سي او غړي هېوادونه په منصوبه كښې شاملېدو سره د منطقې پرمختګ لپاره كردار ولوبوي۔