د انګلستان د كركټ لوبډله به د فرورې په 22مه نېټه وېسټ انډيز ته رځي

لندن 17 فروري (اے پي پي) د انګلستان د كركټ لوبډله به روانه مياشت د ايون مورګن په مشرې كښې وېسټ انډيز ته ځي۔ د دورې په مهال به د انګلستان لوبډله د كوربه لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه كوي۔ د انګلستان لوبډله به د شېډول له مخې د فرورې په 22مه نېټه وېسټ انډيز ته رسي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبنې يو ورځنې نړيوال مېچ به د مارچ په 3مه نېټه كېږي۔