د اطلاعات وفاقی وزارت پروګرام ‘‘ حق ، حق دار ته رسولو’’ آزاد کشمیر كښې لانچ کړو

مظفر آباد 11 فروری (اے پی پی) د اطلاعات وفاقی وزارت پروګرام ‘‘ حق ، حق دار ته رسولو’’ آزاد کشمیر كښې لانچ کړو، د آزاد جمو اوکشمیر پوهنتون د پروګرام کامیابۍ لپاره د بشپړه مرستې ، انډومنټ فنډ جوړولو اعلان وكړو، د اردو څانګې د سېورې اسلامیات او کشمیر اسټډیز په اشتراك سره سیمینار ته په خپل ں خطاب کښې مقررینو ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو ،امن راوستلو، او حق دار ته د حق ورسولو نه غير د فلاحی ریاست جوړول ممکن نه دي، نوې نسل دې سباؤن كښې حق ،حق دار ته رسولو پروګرام کامیابولو له كردار ترسره كړي، وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر خواجه فاروق احمد د اطلاعات وفاقی وزارت د سېورې لاندې پروګرام حق ،حق دار ته رسول د وخت مهم حاجت وګرځولو، ده ووئيل آزاد جمو اوکشمیر پوهنتون كښې د انډومنټ فنډ ز جوړولو هم اعلان شوے ، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزارت پروګرام حق،حق دار چیف ایګزیکټیو بشریٰ تسکین خپل خطاب کښې ووئيل پاکستان كښې هر كال 5 کھرب 54اربه روپۍ زکواۃ،خیرات ،صدقات او د عطیات په صورت كښې وركړې كېږي،پاکستان د چیئرټی هېوادونو په فهرست كښې په دويم لمبر دے ،دغه روپۍ كه حق دارو ته ورسي نو د پاکستان د اولس غريبي په سوكالۍ كښې بدليدې شي، د کشمیر پوهنتون ډین آف آرټس ډاکټر عائشه سهیل ووئيل هېواد چې نن د كومې ترهه ګرۍ سره مخ دے ، د هغې مخنيوي له قام كښې د پاکستانیت جذبې ته اړتيا ده ،آزادجمو اوکشمیر پوهنتون په دې اړه ریسرچ کولو له چمتو دے، په دې مهال د پروګرام حق ،حق دار آزاد کشمیر ریجن مشر خرم ادریس ووئيل پاکستان كښې 90 فیصده صدقات ،زکوۃ او عطیات د روژې په مهال وركوي ، بايد ټول كسان د زړه نه زکواۃ او عطیات وركړي۔سیمینار ته مشر خبريال امتیاز اعوان هم خطاب وكړو ، به دې مهال پرنسپل افسران ،فیکلټی غړي ٬ زدكونكي او د میډیا نمائندګان هم موجود وو