د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب سره د صحافتي تنظيمونو پلاوي وليدل۔ دوهمه وزيره انوشه رحمان هم موجود وه

APP103-22 ISLAMABAD: February 22 - Minister of State for IB & NH Marriyum Aurangzeb and Minister of State for IT & Telecom Anusha Rehman meeting with the delegation of media representative bodies. APP

اسلام آباد 22 فروري(اے پي پي) د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب سره د صحافتي تنظيمونو پلاوي د شورو په ورځ ليدلي دي ٬په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان هم موجود وه۔ په پلاوي كښې د آر آئي يو جے صدر افضل بټ ٬د نېشنل پرېس كلب سېكتر عمران يعقوب٬ د پارلماني خبريالانو اېسوسي اېشن صدر صديق ساجد٬ د آر آئي يو جے عمومي سېكتر علي رضا علوي او نور سينئر خبريالان هم موجود وو۔ په دې موقع سترې محكمې په خوا كښې په رامخې ته شوې پېښه خبرې وشوې۔ دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل زما مقصد د چا زړه آزارول نه ٶه٬ ما اعظم ګل نه پېژندو نو غبرګون هم فطري ٶه٬ د ھغه په زړه آزارېدو خفه يم۔دې ووئيل اعظم ګل زما ورور دے او زه د ھغه خور يم ۔ خبريالانو سره عمر د ښو اړيكو خوښي په حق كشې يم٬ د كشالې په ختمولو كولو كښې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب مركزي كردار ترسره كړو او دواړه ډلې ئې پخله كړي۔ په دې موقع مريم اورنګزېب ووئيل ټول خبريالان زما د كار كونكې ډلې برخه دي٬ مسلم لیګ (ن) تل د صحافت په آزادۍ او د اولس د بنيادي حقونو لپاره هلې ځلې كړې ٬دې ووئېل جمهوريت او صحافت لازم ملزوم دي۔ د ګتورو خبرو نه پس صحافتي نتطيمونه د انوشه رحمان په ضد د دائر كړې خواست په بېرته اخستو راضي شوي دي ۔